دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 283271
سره صلیب: افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ دی
د سره صليب نړيوالې کميټې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جګړو له کمښت سره سره په تېرو څو لسيزو کې د جګړو له امله له بشري ناورين سره مخ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سره صلیب نړیوالې کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کمښت او روان ژمي په افغانستان کې میلیونونه خلک اغیزمن کړي دي.

دغه کمېټه وايي، په وروستیو کې د شخړو له کمېدو سره سره افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د جګړو له امله له بشري ناورین سره مخ دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، طبیعي پېښو، اقتصادي عواملو او د اقلیم بدلون د انسانانو د اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.

د سره صلیب په وینا، افغانستان له دې پېچلو ننګونو سره د مقابلې او د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره اوږدمهاله حل ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو سازمانونو ويلي، چې د بشري ناورين، اقتصادي رکود، د بودجې د کمښت او له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله ييزې اخراج له امله ښايي په افغانستان کې روان ژمی ډېر ستونزمن وي.
https://avapress.com/vdciyparzt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته