دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 277268
سره صلیب د څښاک پاکو اوبو ته د افغانانو د ستونزمن لاس رسی په اړه اندیښنه لري
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دې وروستیو کې په هېواد کې د څښاک د اوبو کموالي ته په اشارې سره ویلي چې د اقلیم بدلون د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (سه شنبه، میزان ۴) د سره صليب افغان څانګې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې په افغانستان کې د ستونزمنو بشری وضعیت تر څنګ د اقلیم د بدلون اغیزې هم لیدل کیږی.
 
د سره صلیب کمیټې زیاته کړه چې په اغیزمنو سیمو کې د کورنیو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.
 
په کابل ښار او د افغانستان په ګڼو ښارونو کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه ډیره شوي ده، خو د کابل ښار په ځینو سیمو په تېره بیا په دیارلسمه ناحیو کې دا ستونزه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده. د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د ریګریشن سیمې اوسېدونکي وايي، له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په دې سیمه کې د اوبو څاګانې وچې شوې او د څاګانو د بیا کیندلو هڅې یې نتیجه نه ده ورکړې.
 
د کابل په لوېدیځ کې د ریګریشن سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی هره ورځ په ساعتونو ساعتونو په قطار کې ولاړ وي چې د څښاک شل لیتره اوبه له یوه خصوصي شرکت څخه په لس افغانیو اخلي.
 
تر دې مخکې د کډوالي نړیوال سازمان ویلي وو چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم د اسد په میاشت کې وویل چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ګډون ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او دا هېواد د اقلیم بدلون له پلوه د نړۍ له لسو ډېرو زیانمنو هېوادونو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdch-qni623nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته