دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 283378
د پوليسو له خوا د نشه يي توکو د قاچاق په تور شاوخوا ٣٠ تنه نيول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۹ تنه له کابل، ۳ تنه له پکتیکا، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کاپیسا او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د قاچاق په تور نیولي دي. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سه شنبه د جدی ۱۲مه) په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د مبارزې پولیسو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۹ تنه له کابل، ۳ تنه له پکتیکا، ۳ تنه له کندهار، ۳ تنه له کاپیسا او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د قاچاق په تور نیولي دي.

هغه زیاته کړه، له نیول شویو کسانو څخه ۴ کیلو شیشه او بېلابېل ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي او پولیسو په خوست ولایت کې د نشه يي توکو یوه فابریکه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره کشف او په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو د پلور په تړاو ۸ تنه نیولي دي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو په فراه ولايت کې د نشه يي توکو يوه فابريکه کشف کړې او په تړاو يې پنځه تنه نيولي دي.
https://avapress.com/vdcguw9x7ak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته