دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 283477
په نیمروز ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګېد
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د راکړې ورکړې او د توکو پېر او پلور لپاره د بهرنیو اسعارو کارول په بشپړ ډول منع دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ځايي چارواکو په وينا، په دې وروستيو کې د خبرپاڼو او اعلانونو د وېش له لارې ټينګار شوى، چې هېڅوک حق نه لري، چې په پېر او پلور، راکړه ورکړه او سوداګرۍ کې بهرنۍ اسعار وکاروي.

د نیمروز خلک له ایران سره د پولې له امله معمولاً په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو کې له ایراني تومان څخه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې وروستيو کې په ښار کې د بهرنيو اسعارو د کارونې د بنديز په موخه زرګونه ټوکه تذکرې او خبر پاڼې وېشلي او له دې موضوع يې خلک خبر کړي دي.

د دې پروګرام موخه د افغانیو د ارزښت لوړول دي.

د ښاري نظم کمېټه هره ورځ د دغه ولایت له بازارونو څخه څارنه کوي او هغه کسان چې په راکړه ورکړه او پېر او پلور کې له بهرنیو اسعارو څخه کار اخلي، قانوني چلند کېږي.
https://avapress.com/vdcguw9xuak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته