دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 283561
په زابل کې ديوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه مړه او ټپيان شول
د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، دغه پېښه د شاجوی ولسوالۍ په تز رباط سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، د يوه روغتيايي بنسټ اړوند "لنډ کروزر" ډوله موټر چپه شوى او په پايله کې يې څلور سپرلۍ وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

جوهر د پېښې د لامل په اړه څه ونه ويل.

په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې دا دويمه مرګوني ترافيکي پېښه ده چې په ولايتونو کې رامنځته کېږي.

په فراه ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .

د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلولو د اصولو نه مراعات په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcaienu649nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته