دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 283643
داعش د کابل په لوېدیځ کې د چاودنې مسوولیت منلی دی
داعش ترهګرې ډلې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د جدې د میاشتې د ۱۶ نیټې د ماښامنۍ چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون مازديګر شاوخوا شپږ بجې د قلعه نذير په سيمه کې د "کاسټر" ډوله ښاري بس باندي چاودنه وشوه.
 
په کابل کې د اسلامي امارت د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ د وینا له مخې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.
 
د کابل په لویدیځ کې دشت برچي سیمه په تیرو دوو کلونو کې د څو خونړیو بریدونو شاهده وه.
 
د روان هجري لمریز کال د عقرب د میاشتې په شپاړسمه نېټه د دشت برچي په سیمه کې یو کاسټر ډوله موټر د چاودنې ښکار شو.
 
په همدې میاشت کې پر ملت ورزشي کلب کې چاودنه شوې وه چې په ترڅ کې یې څو تنه شهیدان شوي وو.

په همدې حال کې داعش ترهګرې ډلې هم د ایران په کرمان ولایت کښې د سردار سلیمانی د شهادت د کلیزې په مناسبت د دوو وروستیو ترهګریزو بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست چې په ترڅ کښې یې په لسګونو کسان شهیدان او کابو دوه سوه نور ژوبل شول.
https://avapress.com/vdcbafb5frhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته