دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 283837
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو لګول شوي بندیزونه لغوه کړل
د هېواد کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو (مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او نوین الحق) لګول شوي بندیزونه لغوه کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن سه شنبه (د جدی ۱۹مه) د هېواد کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو (مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او نوین الحق) لګول شويب ندیزونه لغوه کړي دي. 

دغې ادارې اعلان وکړ چې د قضايي ادارې له بیا کتنې وروسته په داسې حال کې چې بندیزونه لیرې شوي، دغو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړل شوي او کولای شي په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي، خو دا پرېکړه د کرکټ بورډ ملي دندو او ګټو ته د دوی په پوره ژمنتیا پورې اړه لري.

د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې له دې وړاندې هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر دغه هېواد لګول شوي بنديزونه له دې امله اعلان کړي وو، چې يادو لوبغاړو په سوداګريزو ليګونو کې د ګډون پر ځاى شخصي ګټو ته ملي ګټو ته ترجيح ورکوي.
https://avapress.com/vdcgww9xuak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته