دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 283922
کابل ته د «ایر العربیه» الوتنې نن پیل شوې
د اسلامي امارت د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت له کابل څخه د متحده عربي اماراتو د ایر العربیه شرکت د الوتنو د پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان وزارت په اکس ټولنیزه شبکه کې یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه شرکت لومړۍ الوتنه نن چهارشنبه د جنورۍ ۱۰مه کابل ته وشوه.
 
د اسلامي امارت د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت ویلي دي: «دغه هوايي شرکت به په عادي ډول د شارجې او کابل ترمنځ هره ورځ یوه الوتنه کوي چې مسافرینو ته به ډیر اسانتیاوې برابرې کړي».

دغه راز دغه وزارت ویلي چې څه موده وړاندې د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
 
تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۷ اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له ۱۰مې به کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.
 
د ایر عریبیا رییس عادل العلي یو بیان خپور کړ او ویې ویل: "دا خدمت زموږ پیرودونکو ته د ارزانه سفر چمتو کولو لپاره زموږ د ژمنې یوه بیلګه ده."
 
د ایر العربیه په ویب پاڼه کې لیدل کیدی شي چې مسافرین کولی شي د متحده عربي اماراتو له شارجه او د ترکیې له استانبول څخه کابل ته د جنورۍ په لسمه د الوتنې ټکټونه واخلي.
 
د ایر عریبیا د ویب پاڼې د نرخونو له مخې، له شارجې څخه کابل ته د ایر عربیا د یو طرفه الوتنې د ټکټ بیه شاوخوا ۲۶۹ ډالره ده.
 
د فلای دوبۍ وروسته، د شارجې میشته ایر عربیا د متحده عربي اماراتو دوهم هوایی شرکت دی چې کابل ته الوتنه کوي.
 
وروسته له هغه چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، نږدې ټولو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې.
 
اوس مهال کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام آباد او استانبول ته الوتنې لري.
https://avapress.com/vdcb5fb55rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته