دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 166832
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په یوناڅاپي سفر کابل ټه راغلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، ویلکږی، پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
پمپیو نن ورځ کابل ښار ته رسېدلی  دی  او راپونه وایی، چې له افغان چارواکو سره به د افغانستان پر امنیتي وضعیت، سولې، ترهګرۍ سره پر مبارزې، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او دغه راز د افغانستان سره د امریکا پر مرستو خبرې اترې وکړي.
د یاد وړدی،  چې له افغان چارواکو سره تر لیدونو وروسته به ولسمشر غني او پمپیو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم خبرې وکړي.
خو تر اوسه افغان حکومتی په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcbf0b85rhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته