دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 284224
په فراه کې د دیني علومو د ۳۰۷ تنو زده کوونکو د دستار بندی مراسم ترسره شول
د فراه ولایت په مرکزي عیدګاه جومات کې د ۱۶ دیني مدرسو د ۳۰۷ تنو زده کوونکو د فراغت مراسم د سیمه ییزو چارواکو، د افغانستان او ایران د دیني عالمانو او د دغه ولایت د اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې مراسمو کې د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر د علم د ارزښت او په ټولنه کې د علماوو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
هغه د ټولنې ته د عالم وړاندې کول د نظام، دین او خلکو ته لوی دنیوي او اخروي مسوولیت وباله.
 
ښاغلي رهبر د دیني مدرسو له زده کوونکو، مدني خلکو او دیني عالمانو سره د دوی د همکارۍ یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: د ولایتي ادارې د دروازې په ګډون د نورو ټولو ملکي ادارو دروازې هم د ښاریانو پر مخ خلاصې دي.

د فراه والي د خپلو خبرو په دوام کې له ټولو ملکي او نظامي مسوولینو وغوښتل چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته زیاته پاملرنه وکړي.
 
له بلې خوا د امام بخاري ديني مدرسې مشر مولوي حبيب الله سعيد په دې اړه وويل چې د هېواد له ۱۶ ديني مدرسو ۳۰۷ تنو زده کوونکو د فقه، حديث، حفظ او تفسير په برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي.
 
په دې مراسمو کې د ایران له مشهورو عالمانو څخه مولانا ابو فواد بهزاد فقهي هم حضور درلود او په ټولنه کې یې د علومو په ځانګړې توګه د دیني علومو د اهمیت او ځای په اړه خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdchiknik23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته