دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 284359
له ترکمنستان سره د سوداګرۍ پراخول؛ د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي تبادله شوي
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو له ترکمنستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي د اعلان په ترڅ کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواد سره د ۴۸۱ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي تبادله شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د سه شنبې په ورځ (د جدی ۲۶ مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري ۴۸۱ میلیونه ډالره وه.

هغه زياته کړه، چې له دې پيسو څخه ٤٧٧ ميليونه ډالره واردات او پاتې نور صادر شوي دي.

جواد څرګنده کړه، برېښنا، تېل او ګاز د افغانستان له مهمو توکو څخه دي چې له ترکمنستان څخه واردېږي او په همدې توګه له ترکمنستان څخه افغانستان ته د مرمرو محصولات، وچه مېوه، کچالو او غیر الکولي مشروبات صادرېږي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې چارواکي ترکمنستان یو له هغو هېوادونو څخه یادوي چې تل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مثبت نظر درلود.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، له ننګونو سره سره د تورغونډۍ او اقينې بندرونه د افغانستان او ترکمنستان مهم بندرونه ګڼل کېږي، چې له دې لارې د دواړو هېوادونو سوداګريز او ترانزيټي توکي راځي. 

د الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ دې ته په پام سره چې ترکمنستان د کسپین سمندرګي ته لاره لري او له منځنۍ اسیا سره نږدې اړیکې لري، شونې ده چې له دې لارې ټرانزیټ وده وکړي او دا زموږ لپاره ښه خبره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه ویډیویي کلیپ کې په خپل ایکسپرېس پاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت تل پر صادراتو ټینګار کړی او کیدای شي چې د تېر کال په پرتله راتلونکی کال ډېر صادرات ولرو.

په ورته وخت کې اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې له ګاونډیو او سیمې سره د صادراتو او وارداتو د توازن په خاطر باید سرپرست حکومت د کورنیو تولیداتو د کمیت او کیفیت لوړولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظاهر په دې اړه وویل: "د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګرۍ د توازن د ساتلو لپاره، موږ اړتیا لرو چې زیات تولید او لوړ GDP ولرو."
https://avapress.com/vdcgnt9xyak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته