دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 284440
په لغمان کې د والیبال د لوبې پر مهال څلور تنه ووژل شول
د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د والیبال د لوبې پر مهال د یوه کس له خوا څلور تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې تېر ماښام د والیبال د لوبې پر مهال جګړه شوې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
 
د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه نښته د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په نورم کلي کې شوې ده.
 
ويل کيږي چې قاتل له يوه تومانچې سره نيول شوى او په خپل جرم يې اعتراف کړى او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
https://avapress.com/vdchkkniv23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته