دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 284649
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۵۱۰۵ تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د شهیدانو شمېر ۲۵ زره ۱۰۵ تنو ته رسېدلی او په دې موده کې د ټپیانو شمېر هم ۶۲ زره ۶۸۱ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت زیاته کړې: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۷۸ تنه شهیدان او ۲۹۳ تنه ټپیان شوی دی.

د حماس غورځنګ اړوند د حکومت د روغتیا وزارت هم وویل په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د ظالمانه تیریو له امله تراوسه په غزې تړانګې کښې یو زیات شمیر فلسطینیان لادرکه دي او یا هم تر خاورو لاندې پاتې دي . 
https://avapress.com/vdci55ar3t1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته