دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 284876
پنجشیر ته د بهرنیو سیلانیانو ډله ایز سفر
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې د پنجشنبې په ورځ (د دلوې ٥مه) د بهرنيو سيلانيانو يوې ډلې له دغه ولايت څخه ليدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو په وينا دغه سيلانيان چې په اصل کې دامريکا او چک جمهوريت اتباع دي د پنجشير ولايت له تفريحي سيمو، طبيعي جاذبو او تاريخي ځایونو څخه ليدنه وکړي .

د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نصرالله ملک زاده په خپل دفتر کې له دغو سيلانيانو سره د کتنې په ترڅ کې وويل: تاسو سيلانيان په دې ډول نړيوالو سفرونو سره د هېوادونو ترمنځ د مثبت بدلون لپاره هلې ځلې وکړئ او د نړۍ ټول دودونه منعکس کړئ.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د ملاتړ لپاره منظم او واضح پلان لري، البته تاسې هم باید د ګرځندوی اصول او معیارونه په کلکه مراعات کړئ.

د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هم په دې کتنه کې په کال کې د زياتو بهرنيو سيلانيانو شتون ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې په ټول افغانستان او په تيره بيا په پنجشير کې امنيت تامين دى او تاسو کولاى شئ له هغو سيمو څخه ليدنه وکړئ چې پلان لري.

دغو سيلانيانو د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس له خبرو څخه خوښي وښوده او ويې ويل: موږ په پنجشير کې د امنيت او آرامۍ احساس کوو او له دې ولايت څخه د ليدنې ليواله يو.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې، سږ کال پنجشير ولايت د سلګونو بهرنيو سيلانيانو د تګ راتګ شاهد و.
https://avapress.com/vdca0ynui49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته