دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 284921
د سرحدونو وزارت سرپرست: موږ له پاکستان سره رسمي پوله نه لرو
د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت سرپرست نورالله نوري د تورخم له لارې د ليدنې پر مهال وويل، چې افغانستان له پاکستان سره رسمي پوله نه لري.
افغان غږ خبری آژانس: ښاغلي نوري د دغه سفر پر مهال دا هم وویل، چې کابل او اسلام اباد خیالي کرښې لري او د دغو دواړو هېوادونو تر منځ پوله لا هم روښانه نه ده.

نوري وویل: "په ځانګړي ډول موږ له پاکستان سره یوه خیالي کرښه لرو، له پاکستان سره رسمي پوله نه لرو، صفر نقطه هم نه لرو او زموږ تر منځ یوازې یوه خیالي کرښه ده."

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې زیاته کړه، هغه کړکېچونه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د فرضي کرښې په اوږدو کې رامنځته کېږي، اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه کړکېچونه په سمه توګه حل کړي.

باید وویل شي، چې ننګرهار ولایت ته د ښاغلي نوري تر سفر وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ګډې لارې د یوولسو ورځو لپاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وې، چې سوداګرو او پانګوالو ته یې ستر زیانونه اړولي وو.
https://avapress.com/vdcb5ab58rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته