دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 284970
ترکمنستان په بادغیس ولایت کې یو نوی روغتیايي کلینک جوړوي
په هرات کې د ترکمنستان د قونسلګرۍ مسوولینو د بادغیس ولایت په موریچک کلي کې د یوه مجهز روغتیايي کلینیک د جوړولو د پلان څخه خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: پرون یکشنبه (د دلوې ۸ مه) په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت معین مولوی شیر احمد عمار په هرات کې د ترکمنستان له جنرال قونسل ښاغلی باتور سره وکتل. 

مولوي شېراحمد عمار د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا مهمه وبلله او په هرات کې يې د سيمه ييزو ادارو او قونسلګريو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره د لازمې همغږۍ په برخه کې د دغه رياست چمتووالى څرګند کړ.

بیا دواړو خواوو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او ترکمن لوري د بادغیس ولایت په موریچک کلي کې د یوه پرمختللي روغتیايي کلینیک د جوړولو او تجهیزاتو د جوړولو اعلان وکړ.

په دې کتنه کې چې د هرات ولايت د عامې روغتيا رييس مولوي شاهد هم حاضر و، د دغه طرحې د هرکلي په ترڅ کې وويل چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
https://avapress.com/vdcfejd0xw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته