دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 284972
د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه ۱۱ افغان بندیان خوشې شول
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه ۱۱ تنه افغان بندیان خوشي او افغانستان ته لیږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه ۱۱ تنه افغان بندیان خوشې او افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، دغه کسان د پاکستاني پولیسو له خوا له دې امله نیول شوي چې د اوسیدو جواز یې نه درلود.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو سربېره یو زیات شمېر کسان هم نیولي دي.

د افغان مهاجرینو په وړاندې د پاکستاني پولیسو کړنو د پناه غوښتونکو د ملاتړ د سازمانونو اندیښنې هم راپارولي دي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د لسو افغان کډوالو د خوشي کېدو اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdchqknii23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته