دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 284979
ایران د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات صادر کړي دي
د ایران د خراسان ولایت د رضوي ولایت د تایباد ښار سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې سږ کال ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د تایباد ښار والي مهدي شیردل د سې شنبې په ورځ له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې په دغه اندازه کرنیزو محصولاتو کې ۳۵ زره ټنه ۤپټاټي، ۱۰۷۰۰ ټنه مڼې، ۳۵۰۰ ټنه مالټي او ۱۷۸۰۰ ټنه نور محصولات شامل دي.

ده په دوام وويل: دغه راز په دې موده کې څه دپاسه ٣٠٥٠٠ ټنه کرنيز محصولات افغانستان ته ليږدول شوي دي چې له دې جملې څخه کنجد، مميزو او د غوړيو بيلابيل محصولات دي.

دغه چارواکي له افغانستان څخه د دوغرو بندر له لارې د کرنيزو محصولاتو واردولو ته په اشارې سره وويل: د روان کال له پيل څخه د روژې د مبارکې مياشتې تر وروستيو پورې لس زره ټنه مميزو، جلغوزي، وريجې او د نباتاتو تخمونه له افغانستان څخه د دوغرو بندر ته داخل شوي دي.

شېردل وويل: تېر کال له افغانستان څخه عراق ته د مالونو د لېږد تر ټولو ډېر منزلونه ٢٠ زره او اته سوه ټنه، متحده عربي اماراتو ته ٩٥٠٠ ټنه او ترکيې ٣٧٠٠ ټنه وچه مېوه وه.

ایران د افغانستان یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار افغانستان ته د نفتو په صادراتو کې ۴ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.
https://avapress.com/vdcefe8wojh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته