دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 285118
په پاکستان کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي
د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د تحریک انصاف ګوند د انتخاباتي کمپاین پر مهال د یوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیسو او روغتیایی چارواکو د سه شنبې په ورځ د جنورۍ په ۳۰مه (د دلوي ۱۰مه) د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د چاودنې له امله مرګ ژوبله تائید کړه. چارواکو وویل، بمي برید په سبي ولسوالۍ کې د موټرسایکل سپاره یوه غونډه په نښه کړه، چیرې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د کمپاین په لاره کې راټول شوي وو.
 
د روغتون سرچینو ویلي دي چې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک دی او احتمال شته چې د چاودنې له امله د مړو شمیره لوړه شي.
 
د عمران خان د تحریک انصاف ګوند هم تایید کړې چې د دغه ګوند پر پلویانو برید شوی.
 
دغه ګوند ویلي دي چې د تحریک انصاف یوه کاندید د پاکستان د پارلمان څوکۍ ته د رسیدو لپاره انتخاباتي کمپاین پیل کړی چې ټاکل شوې د روان کال د فبرورۍ په اتمه په هغه هیواد کې ترسره شي.
 
که څه هم د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې شوې، خو د سبي د عامې روغتیا رییس ډاکټر عمران بیلو اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
 
رویټرز خبري اژانس تېره شپه ناوخته راپور ورکړ چې د داعش ترهګرې ډلې د ټیلیګرام په شبکه کې د دغه بمي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
 
دغه چاودنه د پخواني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د کمپاين پر مهال تر هغه وروسته شوې، چې محکمې د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان او د دغه ګوند مرستيال او پخواني وزير شاه محمود قريشي ته د مرګ سزا واوروله. 
 
د پاکستان بلوچستان ایالت هم نن سهار د سختو بریدونو شاهد و.
 
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) د اعلامیې له مخې، د ځانمرګو بریدګرو په ګډون وسله والو بریدګرو په مچ او کولپور سیمو کې پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
 
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو بريدونوکې دوه تنه ملکي وګړي او څلور تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول.
 
د پاکستان پوځ وايي، د ځوابي بریدونو په پایله کې ۹ بریدګر هم وژل شوي دي.
 
بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچ لیبریشن ارمي" په دوو جلا اعلامیو کې ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې یې ۵۵ کسان وژلي دي.
 
د بلوچستان ایالت له شمال څخه له افغانستان او لوېدیځ له ایران سره ځمکنۍ پوله لري او بلې خوا ته یې د عربي سمندرګي موقعیت لري. دا ساحه په پاکستان کې د طبیعي ګاز ترټولو لوی ډګر دی او ډیری نور معدنيات لکه سره زر او نور قیمتي فلزات لري.
 
بلوچستان د چین د څو ملیارد ډالرو په CPEC پروژه کې مهم او اړین مقام لري.
https://avapress.com/vdca6mnua49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته