دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 285140
د پاکستان له زندانونو څخه ۱۹ تنه افغان بندیان خوشې شول
په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکو اعلان کړی چې د دوی د هڅو په پایله کې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۹ افغانان خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کراچۍ کې د اسلامي امارت قونسل جنرال عبدالجبار تخاري وايي، په دغه ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د دغه ښار له بېلابېلو زندانونو ۱۹ تنه افغانان خوشي شوي دي. په سندهـ صوبه کې هم د نورو د خلاصون هڅې روانې دي.

ښاغلی تخاري زیاتوي، خوشي شوي افغانان د چمن له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت د کابینې په غونډه کې هم له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغان بندیانو پر خلاصون ټینګار شوی و.
https://avapress.com/vdcfjtd0xw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته