دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 285171
په پاکستان کې د عمران خان د ګوند یو کاندید ووژل شو
د باجوړ نه د پاکستان تحریک انصاف نوماند"ریحان زیب خان" پرون د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند نوماند «ریحان زیب خان» پرون چهارشنبه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو. 

هغه د خیبر پښتونخوا ایالت د "باجور" سیمې د قومي اسمبلۍ حلقې څخه د ټاکنو نوماند و.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه پېښه غندلې او په دې اړه یې د بېړنۍ څېړنې او د دغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د پولیسو د راپور له مخې، ریحان زیب خان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې د ګډون پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

پاکستان تحریک انصاف د دغه هیواد یو له هغو ګوندونو څخه دی چې په ۱۹۹۶ کال کې د عمران خان له خوا تاسیس شو.

بلخوا عمران خان د تورونو له کبله په ټاکنو کې له ګډون منع شوی دی.
https://avapress.com/vdcjaie8vuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته