دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 285248
مجاهد: د امریکايي پوځیانو له پخوانیو همکارانو انتقام اخیستل رښتیا نه دي
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې لخوا «په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پخوانیو همکارانو په وړاندې د اسلامي امارت د غچ اخیستنې څیړنه» تر سرلیک لاندې د غونډې تر ترسره کیدو وروسته، ذبیح الله مجاهد د دې غونډې راپور په کلکه رد کړ. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانیو همکارانو دا خبرې پروپاګند بللې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت له لوری د امریکایی عسکرو د پخوانیو همکارانو د غچ اخیستو خبر ردوی او وایی چې اسلامی امارت د تیر حکومت ټول عسکر بښلی دی.
 
نوموړی زیاتوي: دوی باید هېڅ اندېښنه ونه لري او کومو خلکو چې له امریکا سره همکاري کړې، هېڅوک له ګواښونو سره مخ نه دي او د دې اندېښنو څرګندول مناسب نه دي. 
 
په همدې حال کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د چهارشنبې په ورځ «په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پخوانیو همکارانو په وړاندې د اسلامي امارت د غچ اخیستنې څېړنه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه چې د پخوانیو امریکايي پوځیانو په حضور کې یې دوام درلود.
 
د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانۍ غړې الیزابت لین په دې غونډه کې ادعا وکړه چې هغې او د هغې همکارانو د پخواني افغان حکومت د پوځیانو د وژلو، شکنجه کولو او نیولو تر ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي دي.
 
هغه وويل: "زموږ متحدين په خپلو وينو له موږ سره د همکارۍ بيه ورکوي او زما د همکارانو په مرسته موږ د پخواني افغان حکومت د سرتېرو د وژنې، شکنجه کولو او نيولو ٨٠٠ قضيې ثبت کړي دي."
 
په دې غونډه کې د امريکايي پوځ يوه پخواني افسر مايکل سيزمر د افغانستان د پخواني حکومت د سرتېرو د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې بېکارۍ او لوږې د دوى ژوند له خطر سره مخ کړى دى.
 
د امریکا د پوځ دغه پخواني افسر زیاته کړه: د امنیتي ګواښونو ترڅنګ، بېکاري او لوږې د پخواني حکومت د ځواکونو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر په تېرو دوو کلونو کې د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د تېر حکومت د سرتېرو پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې وه.
https://avapress.com/vdceen8wvjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته