دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 285659
د ترکمنستان په نندارتون کې د افغانستان د خصوصي سکټور د ګډون لپاره چمتووالی
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، د افغانستان خلک د سوداګرۍ په برخه کې ښه ظرفیت او وړتیا لري او باید د اغېزمنو پروګرامونو په طرحه کولو سره د ترکمنستان په نندارتون کې د ګډون لپاره هڅې وشي، ځکه د ترکمنستان جمهوریت د افغانستان له صادراتي توکو سره لېوالتیا لري. .
آو) - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې له خصوصي سکتور سره په کتنه کې د سوداګرۍ په توازن او د هېواد د صادراتي توکو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو ټینګار وکړ.
 
هغه وویل: د افغانستان خلک د سوداګرۍ په برخه کې لوی ظرفیت او وړتیا لري او موږ باید هڅه وکړو چې د اغېزمنو پروګرامونو په طرحه کولو سره په دغه نندارتون کې ګډون وکړو او د ترکمنستان جمهوریت هم د افغانستان له صادراتي توکو سره لېوالتیا لري.
 
په دې غونډه کې هغه ګډونوال چې په شخصي او انلاین ډول حاضر وو؛ د ترکمنستان جمهوري ریاست د نندارتون په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل او خپله علاقه یې څرګنده کړه.
 
د دغې غونډې په پای کې د ترکمنستان د جمهوریت په نندارتون کې د افغانستان د ګډون لپاره د لا چمتووالي په موخه؛ د هېواد له بېلابېلو تولیدي سکتورونو څخه ګډه تخنیکي کمېټه جوړه شوه.
https://avapress.com/vdcammnuo49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته