افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د نن سه شنبې په ورځ (د حوت ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نن څخه د حوت تر ۱۷مې نېټې پورې د سېلابونو د راوتلو او د سمندر د سطحې د لوړېدو احتمال شته.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلونونو او د هایدرومیټرولوژیکي سټېشنونو د مقایسوي تحلیل پر بنسټ او همدارنګه د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او نړیوالو سازمانونو د وړاندوینو په نظر کې نیولو سره په نسبي ډول د اورښت امکان شته.
دغه وزارت زیاته کړې، چې نن او راتلونکو دوو ورځو کې د کشک او کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک په سیندونو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د باران او د واورې د ورېدو له امله د سیلابونو د راوتلو امکان شته.
د اوبو او انرژۍ وزارت د سمندرونو د لاندې سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو پر مهال دې سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو اورښتونو له امله د مالي زيانونو تر څنګ ځاني زيانونه او د مواصلاتي لارو د بندېدو لامل شوى دى.