افغان غږ خبری آژانس: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت رسنیو ته ویلی چې د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه څه باندې ۹۶ زره کډوال هیواد ته راستانه شوی دی.
وزارت زیاته کړې چې ټولو راستنیدونکو ته یې مرستې رسولې دي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وویل: «د دلوې په میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ۹۶۴۹۰ مهاجر راغلي دي. موږ کمیټې لرو، په سرحدونو کې دوی ته د سفر امتیازات، خوراکي او غیر خوراکي مرستې او ژمنۍ جامې ورکول کیږي او خپلو اصلي ټاټوبو ته لیږدول کیږي. هرې کورنۍ ته به لس زره نغدي مرسته ورکول کیږي.
د شمېرو له مخې، د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه څه باندې یو نیم میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.