دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 286982
د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې د افغان تولیداتو نندارتون جوړ شو
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترکمنستان ته سفر کړی، چې د دغه هېواد د یو شمېر اقتصادي چارواکو په شتون سره په عشق آباد کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په عشق آباد کې د افغان-ترکمن د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې وویل چې افغانستان د یوه صنعتي هیواد د کیدو ظرفیت لري.

په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا د ترکمنستان د اقتصادي چارواکو په شتون سره په عشق آباد کې د افغاني محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو. ویل شوي، چې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو یو شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي ګډون کړی و.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترکمنستان د خلکو ملي مشر او د ترکمنستان د جمهوری ریاست د مصوونیت د شورا رئیس قربان قلي بردي محمدوف د ترکمنستان چارواکو ته لارښوونه کړې ده د دې نندارتون د لیدنې لپاره راشي.

د ترکمنستان ملي مشر همدارنګه د خپل هېواد مسولو بنسټونو ته لارښوونه وکړه، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې دې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره پرله پسې تماسونه ولري.

نورالدین عزیزي همداراز وویل: د افغانستان د اسلامي امارت بهرنی سیاست یوه خپلواکه، متوازنه او د اقتصاد پر بنسټ پالیسي ده چې د سیمه ییزو اقتصادي او سوداګریزو ادغام پر بنسټ ولاړه ده.

د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر میرګن کوردوف له افغانستان سره د اړیکو په اړه وویل: «په ۲۰۲۳ کال کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۵۷ میلیونه ډالره وه چې یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې ۴۶ میلیونو ډالرو ته ورسېده. 

په همدې حال کې داقتصاد مسوولينو په دغه نندارتون کې د افغانستان له کورنيو توليداتو څخه ليدنه وکړه او له هغې وروسته د افغان-ترکمن د سوداګريزو اړيکو غونډه پيل شوه.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولینو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

نورالدین عزیزي زیاته کړه: اوس مهال په افغانستان کې د کانونو، صنعت، کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ او خدماتو په برخو کې د پانګونې لپاره رښتیني او عملي فرصتونه شته او یو ځل بیا د دوست او ورور هېواد ترکمنستان له پانګوالو غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. 

د رسنیو د معلوماتو له مخې، په ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو نندارتون درې ورځې دوام کوي او موخه یې په ترکمنستان کې افغان محصولاتو ته بازار موندنه ده.

ویل شوي، چې په دغه نندارتون کې پنځلس غرفې افغان مېرمنو ته ځانګړې شوې دي، چې خپل لاسي صنایع او تولیدات یې نندارې ته ایښي دي.
https://avapress.com/vdcaainuu49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته