افغان غږ خبری آژانس: د اتریش د کورنیو چارو وزیر "ګیرارد کارنر" په بروکسل کې له خپلو اروپایي سیالانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
هغه په ډاګه کړه، چې د افغانستان او سوریې اتباع د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې تر ټولو ډېر یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سپارلي دي.
"Infomigrants" هم په یوه راپور کې د اتریش د کورنیو چارو د وزیر په حواله ویلي چې په اوسني وضعیت کې د اروپايي ټولنې د قوانینو له مخې د خلکو د اخراج امکان نشته. موږ ته باید اجازه ورکړل شي چې دا کار وکړو او په دې اړه خبرې وکړو.
د اروپايي ټولنې د کډوالو ادارې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې تېر کال په اروپا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۱.۱۴ میلیونه کسانو ته لوړ شوي دي.
د دې ادارې په وینا په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو وروسته هره میاشت تر ۱۱ زرو ډېر افغانان اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنه کوي.
دغې ادارې یادونه کړې چې تر دې مخکې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د پناه غوښتنې اندازه هره میاشت له ۷۰۰۰ څخه تر ۹۵۰۰ پورې وه.