افغان غږ خبری آژانس - هرات : د هرات د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وايي چې تیره شپه شاوخوا لس بجې امنیتي ځواکونو یوه ځوانه نجلۍ چې د پلار له خوا وهل شوې وه او په کور کې بنده وه وژغورله.
د هغه په وينا، دغه نجلۍ نرګس نومېږي او ادعا کوي، چې پلار يې سخته وهلې او دوه ورځې او شپې يې په کور کې بنده ساتلې وه، چې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا وژغورل شوه.
ویل کیږي چې دا په روان کال کې څوم ځل دی چې امنیتي ځواکونه په کورنو کې تر شکنجې لاندې کسان راخوشي کوي.