دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 287043
د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه
د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې تر بېړنۍ غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د جګړې د ژر تر ژره د  پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیه کې راغلي چې موږ غزې ته بې له کوم خنډه د بیړنیو مرستو د استولو لپاره د بشري دهلیزونو د پرانستلو غوښتنه کوو.

د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپله وینا کې په غزه کې د نسل وژنې او د جنایتونو د دوام د خطر په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: موږ له نړیوالې ټولنې څخه د سمدستي اقدام غوښتنه کوو چې پر اسرائیلو فشار راوړي.

له بلې خوا د اکسفام ویاند غزې ته د امریکا په ناکافي هوايي مرستو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د هوايي مرستو کمول د غزې د کړکیچ د حل لاره نه ده او موږ د غزې شمالي سیمو ته د لارو د خلاصولو او د مرستو د رسولو غوښتنه کوو.

اکسفام، یوه نړیواله خیریه موسسه چې له بې وزلۍ سره مبارزه کوي، د مرستندویه کارکونکو په وړاندې د اسراییلي ځواکونو بریدونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د مرستندویه کاروانونو په نښه کول د اسراییلو د پوځي چلند یوه دوامداره بیلګه ده چې په غزه کې د خوړو خوندیتوب بحران لاپسې زیاتوي.

د اکسفام د ویاند په وینا، په غزه کې وضعیت خراب دی او د سمدستي قحطۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره اوربند اړین دی، ځکه چې وخت په تیریدو دی.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي جان کربي په خپل خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې موږ به له اسرائیلو سره کار ته دوام ورکړو څو ډاډ ترلاسه شي چې اسرائیل له ځانه د دفاع توان لري او د یرغمل شویو کسانو په اړه یوې موافقې ته رسېږي.

په ورته وخت کې کربي وویل چې اوس د اسراییلو لپاره وخت دی چې نورې لارې پرانیزي او غزې ته د نورو مرستو اجازه ورکړي، ځکه چې غزې ته د مرستو اوسنی جریان د دې پټې د اوسیدونکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي ندي.

د مهر په وینا جان کربي هم له تل ابیب څخه دفاع کړې او ادعا یې کړې چې اسرائیلي لوري په ښه نیت د اوربند په اړه همکاري او خبرې اترې کړي او اوس حماس باید دغه مسله بشپړه کړي.

په عین حال کښې د سپینې ماڼۍ دغه چارواکی زیاته کړه چې«جو بایډن» اوس مهال د صهیونیسټی رژیم د جنګ له پخوانی وزیر بینی ګانتز سره چې اوس په واشنګټن کښې دی، د کتنې هیڅ پلان نه لری.

نظر پوښتنې ښيي چې ۵۲ سلنه امریکایان له خپل حکومته غواړي چې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړي.

دا نظرپوښتنه چې د CEPR لخوا ترسره شوې، ښیې چې ډیری امریکایان غواړي چې بایډن سمدستي اسراییلو ته د وسلو لیږل بند کړي.

د امریکایانو دا غوښتنه په سیمه او په ځانګړې توګه په سور سمندرګي کې د امریکايي اهدافو پرضد د بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوې ده.

پرون ماښام یمني ځواکونو د امریکا اړوند اهداف په نښه کولو اعلان وکړ.

په همدې تړاو د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع اعلان وکړ چې د یمن سمندری ځواکونو په سور سمندر کې د امریکا دوه کښتۍ په نښه کړې.

د یمن د پوځ ویاند ویلي، چې دغه پوځي عملیات په سور سمندرګي کې د دوو امریکايي بېړیو په نښه کولو وروسته شوي.

د یمن د پوځ د ویاند په وینا، په دغو عملیاتو کې د دوه امریکایی ویجاړونکو پر ضد سمندری توغندی او بې پیلوټه الوتکې کارول شوی دی.

یحیی سریع همداراز زیاته کړه، د یمن وسله وال ځواکونه به د ټولو دښمنو هدفونو په وړاندې د خپلو عملیاتو له پراخولو څخه دریغ ونه کړی.

د یمن د پوځ ویندوی زیاته کړه زمونږ عملیات به د تیری د پای ته رسیدو او د فلسطین د خلکو د کلابندۍ تر ختمولو پورې دوام ولری او د یمن د وسله والو ځواکونو عملیات به د تیری او تیری تر پای ته رسیدو پورې دوام ونه لری. 
https://avapress.com/vdcjxae8tuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته