افغان غږ خبری آژانس: «الجزیرې» چینل د سه شنبې په ماښام په دیرالبله ښار کې پر یوه کور د اسرائیلو په برید کې د فلسطیني خبریال "محمد سلامه" د شهادت خبر ورکړ.
په همدې حال کې د غزې د دولتي رسنیو دفتر هم ویلي چې د دغه خبریال په شهادت سره د غزې د جګړې له پیله تر اوسه د رسنیو د شهیدانو شمېر ۱۳۳ تنو ته رسېدلی دی.
د یادولو وړ ده چې په تیرو پنځو میاشتو کښې څه دپاسه یولس زره فلسطینیان د صهیونیسټ رژیم له خوا شهیدان او ژوبل شوی دی .