دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 287050
د فيض آباد - تخار لويه لار د ځمکې ښويېدو له امله تړل شوې ده
د دغه ولايت په قره کمر سيمه کې د غره د يوې برخې د ښويېدو له امله د فيض آباد - تخار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، د دغه ولایت په قرقمر سیمه کې د غره د یوې برخې د چپه کېدو له امله د فیض آباد - تخار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه لار د بدخشان ولايت له کشم ولسوالۍ څخه په دوه کيلومترۍ کې تړل شوې ده.
 
په همدې حال کې دبدخشان ولايت دفوايد عامې رياست هم دغه پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې ددغې لويې لارې دبيا پرانستلو لپاره يې کاري ټيمونه سيمې ته استولي دي .
 
د لویې لارې دواړو غاړو ته لسګونه تیز رفتار موټرونه او باروړونکي ولاړ دي.
 
د فواید عامې وزارت د فیض آباد – تخار د لویې لارې له مسافرو غوښتي چې په راتلونکي کې دې پر دې لاره له تګ راتګ ډډه وکړي.
 
بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې کابو ۳۰ ولسوالۍ لري چې ډېری دغه ولسوالۍ سختې لارې لري.
https://avapress.com/vdchmqniv23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته