افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان له یو شمېر حافظانو، خپرندویه ټولنو او لیکوالانو سره په کتنه کې ویلي چې طالبان کلتوري برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې برخه کې د تیرو څو لسیزو نیمګړتیاو د حل کولو هڅه کوي.
عبدالکبیر زیاته کړه: د هیواد له پوځي اشغال سره یو ځای کلتوري یرغل هم پیل شو، چې اغیزې یې لا هم محسوسیږي او د له منځه وړلو لپاره یې جدي اقدامات ترسره کیږي.
ده ټینګار وکړ: اسلامی امارت د نړۍ د اطلاعاتي شبکو د ناوړه پلانونو له امله په رامنځته شویو ستونزو خبر دی او هڅه کوي چې افغانستان په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او همداراز په پوځي برخه کې بریالی کړي.