افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخند د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني مرستیال پینوا ارلاچی سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د کوکنارو د کښت په برخه کې د دغه سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې نوموړي د نشه يي توکو له کښت سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو په اړه د ملګرو ملتونو مسؤل ته معلومات ورکړل.
د ملګرو ملتونو پخواني مرستیال ویلي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د روږدو کسانو په درملنه کې به د اسلامي امارت د اړتیاوو په حل کې همکاري وکړي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز ولګاوه.