دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 287174
د پاکستان په پېښور ښار کې چاودنې درېو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده
پاکستاني رسنۍ وايي، په پېښور ښار کې د یوې چاودنې له امله دریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د ژغورنې سازمان اعلان وکړ، چې نن سهار د دغه هیواد په شمال لویدیځ کی د پیښور په ښار کی یوه مارکیټ ته نژدی د چاودنی له امله دوه تنه وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
 
د جيو نيوز د راپور له مخې، د خيبر پښتونخوا ايالت د مرستندويه موسسې د عامه اړيکو مسؤل بلال احمد فيضي د پېښې د جزئياتو په اړه وويل: دا چاودنه نن سهار د پېښور ښار د يوه ځايي بازار د بورد بازار ته څېرمه پر ناصر باغ سړک شوې ده. 

د دغه ریاست پولیسو رسنیو ته ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او پولیس د پېښې د لا زیاتو جزیاتو لپاره شواهد راټولوي.
 
د ځايي رسنیو په وینا، د پولیسو یوه لویه ډله سیمې ته رسېدلې او سیمه یې د پلټنو لپاره کلابنده کړې ده.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.
https://avapress.com/vdceff8wejh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته