دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 287218
آصف علي زرداري د پاکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
د خلکو ګوند مشر او د بې نظیر بوټو خاوند آصف علي زرداري چې د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو، پرون یکشنبه (د حوت ۲۱مه) د وفادارۍ لوړه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د واکمن ګوند (مسلم لیګ نواز ګوند) ګډ نوماند آصف علي زرداري د ۴۱۱ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو او پرون یکشنبه (د حوت ۲۱مه) لوړه وکړه.

دغه مراسم چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر څارنې لاندې ترسره شول، د پخواني ولسمشر عارف علوي، د مشرانو جرګې او ملي شورا رییسانو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، د پاکستان د وسله والو ځواکونو مشرانو او د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو ګډون کړی و.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان نوي ولسمشر نن ماښام د اسلام آباد په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې د عدلیې د مشر قاضي فائز عیسی په شتون کښې د پاکستان د څوارلسم ولسمشر لوړه وکړه.

د پاکستان په پرونیو ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت د متحدو ګوندونو له خوا آصف علي زرداري (د ملي اسمبلۍ استازی او د پیپلز ګوند مشر) او د اپوزیسیون له لوري محمود خان اڅکزی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو په توګه له یو بل سره سیالي وکړل او زرداري ۴۱۱ رایې او اڅکزي ۱۸۱ رایې وګټلې.

د دغه راپور له مخې آصف علي زرداري په پاکستان کې لومړنی غیرنظامي سیاسي شخصیت دی چې د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ په غاړه اخلي.
https://avapress.com/vdcdf50xjyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته