د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ (حوت ۲۰) د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې شاهدانو د روژې مبارکه میاشت لیدلې او ستره محکمه د دې کسانو شهادتونه تایید کړي او نن دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت سترې محکمې تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې نن (دوشنبه، حوت ۲۱) په ټول افغانستان کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. تر دې وړاندې سترې محکمې اعلان کړی و چې د دوشنبه د روژې د میاشتې اوله ورځ نه ده او په دې اړه به د روژې میاشت لیدلو کمېټۍ غونډه کوي.