افغان غږ خبری آژانس: د هېواد په لوېدیځ کې د الفاروق قول اردو ویاند عزت الله سعیدي وايي، تېره ورځ د فراه ولایت په ځینو سیمو کې د سېلابونو له راوتلو وروسته د ملي اردو د دوهمې لوا د ژغورنې ډلې د ژغورنې عملیات پیل کړل.
د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونو هغه موټر او خلک چې په سېلاب کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
ښاغلي سعیدي دا هم څرګنده کړه چې په فراه ولایت کې سیلابونو چاته ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.
هغه زياته کړه، چې دغه ډله به تر هغه وخته پورې په دې سيمه کې پاتې شي، چې سېلابونه پاى ته نه وي رسېدلي او د هوا حالات ښه کېږي.
د يادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد لوېديځ ولايتونه د باران او واورو شاهدان وو، چې زيانونه يې هم اړولي دي.