دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 287258
په تیرو پنځو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې تر ۷۵۰۰ ډیر فلسطینیان نیول شوي دي
د فلسطین د بندیانو ټولنه په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په تیرو پنځو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې ۷۵۳۰ فلسطینیان بندیان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د بندیانو ټولنه په خپل تازه راپور کی اعلان کړی، چی اسرائیلی نیواکګرو ځواکونو له پرون راهیسی په لویدیځه غاړه کی ۲۵ فلسطینیان بندیان کړی دی.

د دغه فلسطیني ټولنه د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې په لویدیځه غاړه کې د نیول شویو کسانو شمېر ۷۵۳۰ تنو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسراييلي ورځپاڼي «هارتز» په حواله ليکلي وو چې ۲۷ تنه فلسطيني بنديان چې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلي پوځ له خوا نيول شوي وو «په پوځي مرکزونو کې د توقيف پر مهال مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdchmqni623n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته