افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې د اسلامی امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند له چارواکو، شتمنو او هیوادوالو څخه غوښتی چې له بې وزلو، د طبیعي پیښو او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په دې وروستیو کې هیواد ته راستانه شوي دي سره مرسته وکړی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا محمد حسن اخند له سوداګرو وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړ نه کړي او چارواکي دې د بیو څارنه وکړي.
هغه یو ځل بیا له نړۍ وغوښتل چې فلسطینیان هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره میدان ته راووځي او که څوک په دې برخه کې رښتینې هڅې ونه کړي، مجرمین دي.
ملا محمد حسن اخند وویل: هغه څه چې په غزه کښې روان دي د بشریت په تاریخ کښې یو تور داغ وبلل او هغه هیوادونه چې دغه ظلم ته یې لاره هواره کړې او یا یې د مخنیوي لپاره رښتینې هڅې نه کوي، صهیونیسټي نیواکګران دي.