افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، په تیرو دریو ورځو کې په لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې درې زره او ۱۳۰ جریبه ځمکو د غصب مخه نیول شوي ده.
د یادولو وړ ده چې په تیرو دوو کلونو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې د غاصبینو دمنګولو خلاصې شوې دي.