دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 287479
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې:

پاکستان باید په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې "رغنده رول" ولوبوي

پاکستان باید په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې "رغنده رول" ولوبوي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه او ویې ویل، تمه لري چې پاکستان به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې رغنده رول ولوبوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبر پرون شنبه د حوت په ۲۶مه په خپل ټویټر پاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي، چې امیر خان متقی په دې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده. 

په ایکس کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل هم زیاته کړه چې ښاغلي متقي د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر به د افغانستان په چارو کې مثبت او رغنده رول ولوبوي. 

مولوي امیرخان متقی ویلي دي چې د اسلامي امارت حکومت د سیمې له هیوادونو سره "مثبت تعاملات" ته دوام ورکړی او د سیمې په کچه د لویو زیربنایي پروژو عملي کار پیل شوی او تمه ده چې پاکستان به په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي. 

ویل کیږي، چې په پای کې دواړو لورو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګریزو ترافیکو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdccmmqio2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته