دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 287752
د هرات پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو تر ۱۰۰۰ ډېر کسان نیولي دي
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۱۲۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي، چې په کې د موبایلونو غلا، وسایطو غلا، رشوت، له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د پولیسو ویاند مولوی عبدالله انصاف پرون (شنبه، حمل ۴) د یوې خبری ناستې په ترڅ کې وویل: ه تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۱۲۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي، چې په کې د موبایلونو غلا، وسایطو غلا، رشوت، له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
مولوي انصاف د هرات د پاسپورټ دفتر شپږ مياشتني فعاليت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې د هرات د پاسپورټ په دفتر کې د پاسپورټ ٢٢ زره فورمې ثبت شوي او ٨١ زره فورمې يې پروسس شوې دي.
هغه وويل چې د پاسپورټ د مديريت د شپږو مياشتو عايد له ٥٣٩ ميليونه افغانيو څخه زيات دى.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند د دغه ولايت د اور وژنې ادارې د فعاليت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل: په تېرو شپږو مياشتو کې په هرات کې د اور وژنې ١٥١ پېښې رامنځته شوې او د اور وژنې ادارې د ١٩٠ ميليونه افغانيو د زيان مخه نيولې ده.
هغه د دغه ولايت د ترافيکو رياست له خوا د څه دپاسه يو ميليارد افغانيو د عوايدو د راټولولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، دغه عوايد د هرات ښاريانو ته د موټر چلولو د جوازونو د ترلاسه کولو په بهير کې ترلاسه شوي چې په نتيجه کې يې ښاريانو ته لازمې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
https://avapress.com/vdcgnu9xxak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته