دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 287791
د تورخم لاره بېرته پرانیستل شوه
د تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي، دغه لار د پاکستان له لوري له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم کمېشنر ملا عبدالجبار حکمت وايي، د پاکستان له لوري د تورخم دروازه له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د ملي ټلویزیون په وینا ښاغلی حکمت زیاتوي، دا دروازه د پاکستاني ملیشو ترمنځ د داخلي جګړو له امله تړل شوې وه.

خبري سرچینو نن سهار خبر ورکړ چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د سرحدي چارواکو او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې تر منځ د داخلي شخړې له امله چې د دواړو ادارو ۱۳ تنه کارکونکي یې ټپیان کړي، تړلي دي.
https://avapress.com/vdcjhae8vuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته