افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۸ قتل عامونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۸۱ تنه شهیدان او ۹۳ نور ژوبل شوی دی.
په عین حال کښې د «الجزیرې» خبری چینل خبر ورکړی دی چې د رفح په شمال کښې په یو کور چې فلسطینی کډوال پکښې اوسیدل د صهیونیسټی رژیم د جنګی الوتکو په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۱۸ تنو ته لوړ شوی چې ۹ یې ماشومان دی.
د صهیونیسټ رژیم نیواکګرو پوځیانو د تیرې شنبې په ورځ د رام الله په شمال کښې په جلزون کیمپ حمله وکړه او لږ تر لږه لس فلسطینی ځوانان یې بندیان کړل .