د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پوهنې د وزارت او د دوست او ورور هیواد د
ایران د اسلامی جمهویت ترمنځ د علمی، آموزشی او فرهنګی مرستو د تفاهم لیک پر
بنسټ چې په ۱۱ / ۴ / ۱۳۹۰ کی لاسلیک شوی و، دادی نن د افغان – ایران د ښوونځی
د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
د ایران اسلامی جمهوریت ددی تفاهم لیک سره سم ژمنه کړی چې په کابل، جلال آباد،
مزار شریف، بامیان او قندهار کی پنځه ښوونځي جوړ کړی.
دغه راز د ایران اسلامی جمهوریت د فنی – حرفوی (تخنیکی او مسلکی) هنرستان په
ګډون د څلورو ښوونځیو او د پوهنې وزارت له خوا په پیشنهاد شوو ولایتونو کی د
ځلانده استعدادونو د دری ښوونځیو د جوړولو او برابرولو تیاری اعلاموی، چی د
افغانستان د پوهنې وزارت د ځمکی او ځای د برابرولو په باب ورسره ژمنه کړیده.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پوهنې وزارت د دوست او ورور هیواد د ایران د
اسلامی جمهوریت د دوامدارو مرستو چی په هیواد کی یی د یو با انډوله او معیاری
روزنیز نظام په جوړولو کی یی کړیده، مننه کوی.
درناوی
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)