دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۵۲
د مطلب کود : 33858
امریکا په عراق کې نن رسما خپل د ماموریت د پای اعلان وکړ
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا نن په بغداد کې د امریکا د بیرغ په را کوزولو، رسما په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت د ختم اعلان وکړ.
د دفاع وزیر لیون پنیتا، په عراق کې د امریکايي قواوو قوماندان جنرال لوید اوستین او د امریکا سفیر جیمز جفري په دې ارتباط په مراسمو کې ګډون وکړ:

(ستونزې به وي، خو د امریکا متحد ایالات به هم د ستونزو په حل او د یوه پیاوړي او با ثباته ولس د جوړولو لپاره د عراق ملګری وي. )

د امریکا د دفاع وزیر پرون وویل، چې امریکا د یوه خپلواک او باثباته عراق د رامنځ ته کولو لپاره ستر کار سرته ورساوه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevv8x.jh8xni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته