دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 34985
روسیه وايي افغانستان ته به پاتې پوځي څرخکې په اوو میاشتو کې ورکړي
د روسیې د پوځي – تخنکیي همکارۍ د فدرالي ادارې په وینا پاتې دوولس (Mi-17V-5) څرخکې او د هغو پرزې به د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته ورکړای شي.
د روسیې د پوځي- تخنیکي همکارۍ فدرالي ادارې نن/چهارشنبه/ وویل، دا هیواد به افغانستان ته د یوویشت هیلي کوپترو د ورکولو په باب خپله ژمنه د روان میلادي کال تر نیمايي پوري پوره کړي.

د تېر کال په مې میاشت کې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان هوايي څواک لپاره له روسیې سره د ۲۱ ایم آی -۱۷ وي پنځه (Mi-17V-5) پوځي ترانسپورتي څرخکو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ.

د تېر۲۰۱۱ کال تر دسمبر پوري روسیې د افغانستان ملي اردو ته نهه څرخکې وسپارلې. دا هیلي کوپترې په وروستیو کې وازمویل شوې.

د روسیې د پوځي – تخنکیي همکارۍ د فدرالي ادارې په وینا پاتې دوولس (Mi-17V-5) څرخکې او د هغو پرزې به د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته ورکړای شي.

(Mi-17V-5) هیلي کوپترې د (Mi-8 Hip) څرخکو صادراتي ماډل دی.دا هیلي کوپترې قوي انجن لري او تر پنځه دېرش تنو پوري وړلی شي.

د عادي الوتکو د دروازو خلاف، چې د ختلو لپاره زینو ته اړتیا لري، د دې څرخکو دروازه د مځکې لور ته په ریونده شکل کښته کېږي او زینو ته اړتیا نه پېښېږي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgny9w.ak9t74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته