دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 35293
د افغانستان- پاکستان د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون آتمه غونډه ترسره شوه
د پاکستان د مالیې وزیر عبدالحافظ شیخ وویل چې د توفق شویو کانتینرونو موضوع به په راتلونکو ۷ او یا ۱۰ ورځو کې حل شي. د دوه اړخیزه تجارت په اړه پریکړه وشوه چې تجارت د ودې د معلومولو له پاره به د دواړه هېوادونه ترمنځ دوه اړخیزه تړون لاسلیک کړي.
د افغانستان- پاکستان د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون آتمه غونډه د افغانستان او پاکستان د مالیې وزیرانو په ګډه مشرۍ د دوو ورځو له پاره په اسلام اباد کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د ترانزیټ تجارت، دوه اړخیزه تجارت، د بیارغاونې د پروژو او اقتصادي همکاریو په اړه د تجارت او پانګونې، بیارغاونې او اقتصادي همکاریو په درو جلا کمیټو کې بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د تجارت او پانګونې کمیټې د افغانستان- پاکستان د ترانزیټ تجارت د تړون(APTTA) د مادو د نه عملي کیدو په اړه شکایت وکړ. افغان پلاوي د پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د هغو ۷۰۰ کانتینرونه موضوع معلومه کړي چې په خوراکي توکو بار دي او د پاکستان په بندرونو کې ولاړ دي. د پاکستان د مالیې وزیر عبدالحافظ شیخ وویل چې د توفق شویو کانتینرونو موضوع به په راتلونکو ۷ او یا ۱۰ ورځو کې حل شي. د دوه اړخیزه تجارت په اړه پریکړه وشوه چې تجارت د ودې د معلومولو له پاره به د دواړه هېوادونه ترمنځ دوه اړخیزه تړون لاسلیک کړي.
په افغانستان کې د بیارغاونې تخنیکي کمیټې برخه والو د هغه مختلفو پروژو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې چې د پاکستان دولت یې د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د جوړیدو ژمنه کړې وه او ارزښت یې نژدې ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي. دواړو خواوو د بشپړ شویو او روانو پروژو د کارونو د څارنې او ارزونې په موخه به یو ګډ کمیسیون د جوړولو هوکړه وکړه. پاکستان ژمنه وکړه چې د یو کال په موده کې به د تورخم- جلال اباد سړک د جوړولو کار پای ته رسوي. پاکستان تر ۲۰۱۴ کال پورې د ۲۰۰۰ بورسونو د تکمیل ژمنه هم وکړه.
د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په کمیټه کې پاکستان ژمنه وکړه چې د پوستي خدماتو او رسنیو په برخو کې به ښوونیزې روزنې ترسره کوي. په دې کمیټه کې د مرکزي آسیا څخه جنوب آسیا د ۱۰۰۰ میګاواټو بریښنا( CASA1000) او د ګاز د نللیکې د پروژو په اړه په همکارۍ باندې خبرې وشوې ترڅو په بریالیتوب سره عملي کړل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون د اتمې ناستې په اړه د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وویل چې: دغه ناسته د پاکستان له خوا د ترانزیټ تجارت په برخه کې د ځینې ستونزو په له منځه وړلو کې ډیره ګټوره وه . زه باورلرم چې زموږ د تزانزیټ ستونزې به د پاکستان د مشرانو له خوا تر غور لاندې ونیول شي.
د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د بهرنیو چارو، تجارت، د پټرولو او طبیعي سرچینو او د بریښنا او اوبو له وزیرانو سره هم دوه اړخیزې ناستې درلودې. نوموړي په دې ناستو کې پر دوه اړخیزو ګټو او د سیمې او نړۍ پر مسایلو باندې خبرې اترې وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjt8et.uqeihz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته