د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ، نن غرمه د پاکستان له صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني سره د دغه هېواد د صدارت په مقرکې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او د ترهګرۍ پرخلاف د ګډې مبارزې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان صدراعظم د هېواد جمهوررئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنی دی او موږ ستاسو رهبرۍ ته احترام لرو.
ده، د استاد برهان الدین رباني ترور د هغو کسانو کار وباله چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګښت ومومي. د پاکستان صدراعظم ژمنه وکړه چې د استاد رباني د ترور په اړه به خپلو څیړنو ته دوام ورکړي او په دې باب په بشپړه توګه
همکار دی.
سیدیوسف رضا ګیلاني له پاکستان سره د ټاپي د پروژې په برخه کې د افغانستان د همکارۍ غوښتنه وکړه، وې ویل چې هېواد یې له افغانستان سره د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره هرډول همکارۍ ته چمتو دی.
همدا راز د پاکستان صدراعظم د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان او پاکستان د سولې دګډ کمیسیون دکار د بیا پیل کیدو غوښتنه یې وکړه.
بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په خپلو خبروکې په تیرو لسوکلونوکې پاکستان ته خپل اوسنی سفر یو له ډیرو مهمو سفرونو څخه وباله، د استاد رباني د ترور په اړه د څیړنې او د دوه تنو تورنو کسانو په نیولو کې یې د پاکستان له همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دغه ترور د نورو عاملینو د نیولو
لپاره هم هڅې ګړندۍ او دوام وکړي.
حامدکرزي د سولې د بهیر او د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مذاکرې په اړه د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه، وې ویل چې د افغانستان حکومت د مذاکرې لپاره خپل شرایط لري او هغه دا دي چې د افغانستان اساسي قانون دې ومنل شي او د ښځو حقونو ته دې درناوی وشي.
په همدې توګه د هېواد جمهوررئیس د دې په ترڅ کې چې د افغانستان لخوا یې پاکستان ته د ترانزیتي همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ، د پاکستان له صدراعظم څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د ښوونځیو د هغو درسي کتابونو انډي چې له څو میاشتو را په دیخوا دکراچۍ په ښارکې درول شوې دي، اجازه دې ورکړل شي چې افغانستان ته
ولیږدول شي.
حامدکرزي د دې په ترڅ کې چې ترهګري یې د دواړو هېوادونو ګډ دښمن وباله، زیاته یې کړه: افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ له اړخه د ډیورند دکرښې په دواړو خواووکې تهدیږي، له دې امله دواړه هېوادونه باید خپلو ژورو اړیکو او رښتینو
همکاریو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر محمد عمر داوود زي، د پاکستان له لوري د بهرنیو چارو وزیرې میرمن حنا رباني کهر، د دفاع وزیر احمد مختار، د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د اطلاعاتو وزیر ډاکتر فردوس او لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني ګډون کړی و.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)