دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 38844
دیر لس تنه دکورنیو چارو وزارت او د 202 شمشاد زون افسران د دو پلاوو په ترکیب کې د نورستان ولایت مرکز پارون ته ورسیدل
د دي پلاوي غړي د ۲۰۲ شمشاد زون مالي امر دکورنیو چارو د وزارت دمالي، جنایي او استخباراتو له برخي څخه لوړ پوړي افسران تشکیله وی.
د لمړِي پلاوي په ترکیب کې پنځه تنه د کورنیو چارو وزارت افسران ګډ‌ون لري چې دپولیسو په تنخواکې د میلیونونو افغانیو داختلاس په هکله څړني کوي.‌‌
د دي پلاوي غړي د ۲۰۲ شمشاد زون مالي امر دکورنیو چارو د وزارت دمالي، جنایي او استخباراتو له برخي څخه لوړ پوړي افسران تشکیله وی.
یاد شوی پلاوي تیره ورځ ( پنجشنبه ) ځپلې ځیړني دنورستان له امنیه قو ماندانۍ ځخه پیل کړي.
دپولیسو ښو نه او روزنه
ټاکل شویده چې دوهم پلاوی دیو ویشت ورځو لپاره د نورستان پولیسو ته د لوړزده کړو ښو ونه ورکړي.
ددې پلاوي په ترکیب کې د۲۰۲ شمشاد زون دقو ماندانۍ اته تنه افسران هم ګډون لري.
ټآکل شویده چې ددې یو ویشت ورځو په بهیر کې دنورستان دامنیه قو ماندانۍ سر تیرو ته دجم نظام، دپولیسو د کړنو او اخلاقو، حفظ الصحه او لمړنۍ مرستو، عملیاتو، اصول نامي، دحقوقو د پوهي، له ځا ن ځخه دفاع تا کتیکونه، دوسلې تخنیک، دنیشه یي توکو په برخه کې پو هاوی، داسلامي عقایدو، او ماین پیژندني په برخه کې روزنه ورکړل شي.
په هغِي غونډي کې چې له دې امله ( د امنیه قوندانۍ سر تیرو ته د لوړزده کړتدریس ) دنورستان ولایت په مرکز پارون کې جوړه شوي وه دنورستان والي شاغلي محمد تمیم نورستاني ،امنیه قو ماندان ښاغلي غلام الله خان، دلیږل شوي پلاوي غړو، اداري چارواکو اود پولیسو یو شمیر افسرانو او سرتیرو ګډون کړی وو.
په دغه غونډ ه کې، ښاغلي نورستاني ټینګار وکړ چې دنورستان دامنیه قوماندانۍ دمنسو بینو دپوهي دلوړوالي په موخه به دلوړ و زده کړو په ښونیز بهیر کې ګډ‌ون وکړي .
ښاغلي نورستاني له لیږل شوي پلاوي څخه وغوښتل چې دامنیه قو ماندانۍ دمالي چارو د له پیاوړتیا په موخه دې دري میاشتني ښوونیز کورسونه پرانیزي.
دالمړی ځل دی چې دنورستان دامنیه قوماندانۍ دمنسوبینو لپاره دلوړو زده کړو کورسونه جوړیږي چې ددې قو ماندانۍ سل تنه افسران اوسرتیري دیاد کورس ده ګډون کړی دی.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceev8x.jh8vei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته